بارګزی: په کابل کې د ښځو د وړتیا په نوم نندارتون جوړېږي

په پام کې ده چې په کابل کې ډېر ژر د ښځو د وړتیاو په نوم «Women Power» یو نندارتون جوړ شي.

د کابل د نندارتون د مرکز رئیس عزیزالله بارکزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه نندارتون کې به د ټولو ولایتونو څخه ښځینه سوداګرې خپل تولیدي توکي نندارې ته وړاندې کړي.

بارکزی وايي چې د دغه نندارتون هدف د ښځو له محصولاتو او کورنیو تولیداتو څخه د افغان حکومت ملاتړ دی، څو دغه تولیدي توکي د افغانستان په نوم بهر ته صادر شي.