ځواک: په هلمند کې۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د روانو پوځي عملیاتو پرمهال ۳۱وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه وسله وال د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال، سیدان، ډاګیان، او سور ګودر سیمو کې مړه او ټپيان شوي دي.

ښاغلي ځواک زیاته کړه چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ وسایط او پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه عملیاتو پرمهال درې افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د نادعلي ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوي امنیه قوماندان
عبدالبصیر هم تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.