په کندز کې پر ۴۱ جنګ ځپلو کورنیو غیر خوراکي توکي ووېشل شول

په کندز کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دوی د دغه ولایت پر ۴۱ بېوزله او جنګ ځپلو کورنیو ۱۵ قلمه غیر خوراکي توکي وېشلي دي چې دغه کورنې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.

د دغه ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس انجنیر دوست محمد ریحان د مرستو د وېشلو پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې د کندز مرکز برسېره د دې ولایت د پنځو ولسوالیو اقتاش، چهار درې، دشت ارچې، قلعه زال او د امام صاحب پر ۴۱ زیانمنو او جنګ ځپلو کورنیو وېشل کېږي چې دغو خلکو د جګړو پرمهال د خپل کورنو ټول شته له لاسه ورکړي دي:

"دغه ۱۵ قلمه غیر خوراکي مرستې چې پر دغو زیانمنو او جنګ ځپلو کورنیو وېشل کېږي، نو په دې مرستو کې خیمې، کمپلۍ، تارپال، پلاستکي بوشکې، سطلونه، د فشار اله، د بدن د حرارت د تثبیتولو اله همداشان د کور نور لوازم په کې شامل دي چې د چارواکو په شتونو کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ادارې له خوا پر بې ځوله او مستحقو کورنیو ووېشل شوي."

دغه غیر خوراکي مرستې په داسې حال کې پر جنګ ځپلو کورنیو وېشل کېږي چې د کندز دویم ځل سقوط له کبله د هېواد ولسمشر د دې ولایت جنګ ځپلو او زیانمنو خلکو لپاره یې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ نغدې مرستې ځانکړې کړي وې چې اوس مهال دکندز په ښار کې پر مستحقو کورنیو د دغو نغدې مرستو د وېشلو بهېر هم جریان لري.