امریکا د ایران له اټمي موافقې څخه د وتلو په اړه خبرداری ورکړی

د امریکا لوی درستیز د ایران له اټمي موافقې څخه د واشنګټن د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

جنرال جوزیف ډانفورډ پرون د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل دا ګام به له نورو هېوادونو سره موافقو ته رسېدل پېچلې کړي.

د امریکا لوی درستیز دا خبرداری په داسې وخت ورکړی دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره اټمي موافقه خرابه معامله بللې ده او له دې امله يې د پخواني ولسمشر باراک اوباما پر ادارې خپلو انتقادونو ته دوام ورکړی دی.

جنرال ډانفورډ وویل ایران پر دې موافقه عمل کوي خو دا خبرداری يې هم ورکړ چې تهران د دې ترڅنګ د منځني ختیځ د هېوادونو بې ثباته کولو ته هم دوام ورکوي.

د امریکا کانګریس د ولسمشر ټرمپ ادارې ته د راتلونکې اکتوبر میاشت تر ۱۶ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې معلومه کړي ایران پر موافقه عمل کوي او کنه.

تر دې نېټې وروسته به کانګریس په ۶۰ ورځو کې پر ایران بیا د بندیزونو د لګولو په اړه پرېکړه کوي.