ولسمشر غني: د سولې لپاره باید شرایط برابر شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د سولې د ټیګښت لپاره په ملي او نړیواله سطحه یوه اجماع رامنځته شوې ده او نړیواله ستراتیژي داده چې د افغانستان د سولې لپاره باید شرایط برابر شي.

ولسمشر غني چې پرون يې په ارګ کې د سولې د عالي شورا له مشرتابه سره کتل له دې شورا وغوښتل چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.

نوموړي وویل د سیمې له هېوادونو سره به داسې اړیکې تنظیم کړي چې د افغانستان د ولس لپاره په راتلونکې کې سوله او ثبات په میراث کې پاتي شي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل د عامه پوهاوي او ولایتونو ته د سفرونو له لارې به ټول هېواد ته د سولې پیغام ورسوي.

کریم خلیلي ډاډ ورکړ چې د سولې په پروسه کې به د افغانستان ټول خلک خپل استازیتوب وویني او دا پروسه به په پراخ بنسټه توګه پر مخ یوسي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وویل دا شورا د سولې لپاره ځانګړي پلانونه لري چې د قومي مشرانو، علماو او د سیمه اییزو مشرانو د همکارۍ له لارې به عملي کېږي.