عبدالله عبدالله پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره نن هند ته ځي

د اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله په مشرۍ یو لوی افغان پلاوی نن هند ته سفر کوي.

اجرائیه ریاست وايي، عبد الله عبد الله به د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره وویني او د افغان او هندي سوداګرو په یوې ستره غونډه کې به ګډون وکړي.

اجرائیه رئیس به له هندي مقاماتو سره د افغانستان لپاره پر مهمو مسئلو په ځانګړي ډول په اقتصادي همکاریو او د بیارغونې پر موضوعاتو وغږېږي.

له ښاغلي عبد الله سره په دې سفر کې یو شمېر وزیران او شاوخوا دوه سوه پانګه وال او ملي سوداګر شامل دي.