متېس: ترورستانو ته د پناهځایونو ورکولو لپاره زغم نه لرو

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر په نوي ډیلي کې وویل چې ترورستانو ته د خوندي پناهځایونو د ورکولو لپاره هیڅ راز زغم نه لرو.

جیمز متېس د هند له دفاع وزیرې نرمالا سیتارام سره نن د کتنې پر مهال پر نوي ډیلي غږ وکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره ډېر څه وکړي.

د هند دفاع وزیرې نرمالا سیتارام وویل چې افغانستان ته به هند پلي پوځیان وانه ستوي خو د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې هند مرستې کړې دي او دې مرستو ته به دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې هیڅ ځای نه شي کولی چې ترهګرو ته پناه ورکړي.

د هند دفاع وزیرې بیا د متحد ایالتونو له دفاع وزیر څخه وغوښتل چې د ترورستانو د پناهځای مسئله دې له پاکستان څخه د لیدنې پر مهال له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي.