پسرلی: په ډهلي کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې کېږي

د ډهلي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د کنفرانس په څنډه کې په جوړېدونکي نندارتون کې به، افغاني غالۍ هم نندارې ته وړاندې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې به د هند او افغانستان د سوداګرېزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي او دغه راز هندي پانګوال به وهڅول شي چې له افغان پانګوال سره په هېواد کې ګډه پانګونه وکړي.

ښاغلي پسرلي وویل:

"زموږ غالۍ په بېلابېلو رنګونو کې نندارې ته وړاندې کېږي، له هندي پانګوالو او سوداګرو د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې هم خبرې کېږي."

ټاکل شوې چې اجرائیه رئیس د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کابینې یو شمېر غړي او شااوخوا ۲۰۰ سوداګر به هم ورسره وي، نوي ډهلي ته سفر وکړي.

ښاغلي پسرلي وویل چې په دغه نندارتون کې افغان پانګوال د امریکا په مالي مرسته ګډون کوي.

اوس مهال کابل له ډهلي سره د ۵۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لري.