د عراق د کرکوک سیمه ییزې ادارې پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

د عراق په کُردستان کې پرون دوشنبه له ټولپوښتنې وروسته د کرکوک سیمه ییزې ادارې پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د کُردستان د ټولپوښتنې کمېسیون ویلي چې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو نژدې ۷۷ وګړو په ټولپوښتنه کې ګډون کړی دی.

د ترکیې پوځ پرون ناوخته تائید کړه چې دغه هېواد او عراق به د عراقي کُردستان د پولو په اوږدو کې د ترکیې په خاوره کې ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

ایران هم ویلي چې له کُردستان سره خپلې پولي بندوي.