ارزګان چارواکي وايي توانیدلي یو ولايتي روغتون بېرته پرانېزو

د ارزګان محلي چارواکي وايي، توانېدلي په مرکز ترينکوټ کې ولايتي روغتون بېرته د ناروغانو پرمخ پرانېزي.

تېره اوونۍ په دې ولايت کې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له کبله د ولايتي روغتون په ګډون نېږدې ٦٠ صحي مرکزونه وتړل شول.

خو د والي وياند دوست محمد ناياب نن ازادي راډيو ته وويل، ولايتي روغتون له پرون راهيسې خپل فعاليت پرمخ بيايي.

د ارزګان د والي وياند وايي، هڅه کوي د قومي مخورو په مرسته تړل شوي روغتيايي مرکزونه پرانېزي.

د ارزګان اوسېدونکو شکايت کړى چې د دغو صحي مرکزونو له تړل کېدو سره دوى مجبوره شوي خپل ناروغان ګاونډي ولايت کندهار ته انتقال کړي.