ایراني پوځیانو کُردستان ته نېږدې پوځي تمرینونه جاري ساتلي

ایراني پوځیانو د عراق د کُردستان سیمې ته نېږدې سرحدونو سره پوځي تمرینونه جاري ساتلي دي.

دا تمرینونه پرون د کُردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې څخه یوه ورځ مخکې پیل شول.

د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې دا تمرینونه پوځي تطبیقات دي چې د اوشناوییه په سرحدي سیمو کې د عراق او ایران د جګړې په مناسبت کېږي.

عراق او ایران له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ کال پورې جګړه وکړه.

د ایران د ملي امنیت شورا یوه ویاند ویلي چې د عراق د حکومت د غوښتنې په اساس یې اربیل او سلیمانیه ښارونو ته هوايي پروازونه بند کړي او هم د هغو الوتکو پروازونه بند شوي چې د کردستان له خوا ایران ته راځي.