ځایي خلک: ارزګان کې لاهم روغتیایي مرکزونه تړلي دي

که څه هم د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د ارزګان ولایتي روغتون یې بېرته فعال کړي، خو نن یکشنبه هم د ارزګان ولایتي روغتون ته راغلي ناروغ لرونکي او ناروغان نا هیلي د کورنو پر لور روان وو.

د دغو کسانو له ډلې نورمحمد چې ولایتي روغتون ته يې ناروغان د درملنې په هدف راوړي وو، ازادي راډيو ته وویل:

"موږ سهار پرشپږ بجې روغتون ته زنانه ناروغان راوړي، خو کله چې روغتون ته راغلو، په روغتون کې یوازې دروازه وال سته، بل هیڅوک هم نسته، دا دی اوس ۱۰ بجې دي، بېرته د کور پرلور ځوو، هغه دروازه وال راته وویل چې ولاړ شي، ډاکتران نسته، موږ نه پوهېږي چې دا څنګه روغتون دی. "

هڅه مو وکړه چې د ناروغانو ستونزې د ولایتي روغتون له مسؤلینو سره شریکې کړو، خو هغوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بل خوا د ارزګان ولایتي شورا په ارزګان کې د روغتونو د تړل کېدو لامل، په دغه ولایت کې د ولایتي ادارې کمزوری مدیریت یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا د ریاست د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې، وسله والو طالبانو د ولایتي روغتون په ګډون، د ارزګان نېږدې ټول روغتیايي مرکزونه د خلکو پرمخ په دې نوم تړلي چې دوی ته یې ونډه نه ده ورکړل شوې.