د امریکا دفاع وزیر به سبا ته هند ته ولاړ شي

د امریکا دفاع وزیر به سبا ته هند ته ولاړ شي او د دوه اړخېزو اړیکو سربېره به د افغانستان په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې جېمز مټېس په د هند له صدراعظم نرندرا مودي او د هند له نوي دفاع وزیرې سره خبرې وکړي.

دا له هغه وروسته چې په تېره جنوري کې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، هند ته د یوه لوړ پوړي امریکایي چاروکي لومړنی سفر دی.

د امریکا ولسمشر په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال له هنده وغوښتل چې په افغانستان کې خپل رول زیات کړي‎.

پنټاګون وویل چې مټېس به د امریکا له خوا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، ثبات امنیت او سوکالۍ لپاره د هند پراخه ونډه وستایي.

هند تر اوسه له افغانستان سره شاوخوا درې میلیارډ ډالره مرسته کړې ده.