افغانستان: د ژغورنې انتظار بس کړه

هفنګټن پوسټ (Huffington post):

له امريکا خپرېدونکې انلاين خپرونې هفنګټن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: افغانستان: د ژغورنې انتظار بس کړه.

د ليکنې ليکوال افغان الاصله امريکايي وهاب رووفي ليکي، که زه جرئت وکړم نو ولسمشر محمد اشرف غني ته به دا پيغام ولېږم:

خپلو خلکو ته ووايه چې د نورو مرستې ته انتظار ختم کړي. دوى پر بهرنۍ مرسته اتکا نه شي کولاى. ستا د هېواد وګړي بايد د دې پر ځاى په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره په خپله فعال رول ولوبوي.

د ليکنې په يوه برخه کې ليکوال زياتوي، د افغانستان سياسي رهبرانو، تعليم يافته قشر او په خپله ولس، ډېر وخت او انرژي ضايع کړې او سترګې يې نړيوالې ټولنې ته نيولي چې د دوى د ژغورنې لپاره ورودانګي.

د هفنګټن پوسټ خپرونې د ليکوال په باور کله چې زموږ رهبران په وار وار دا نظريه خپروي، چې افغانستان نورو بهرنيو پوځيانو، پيسو او مرستې ته اړتيا لري، دا مسئله د ولس پر روحيې هم اغېز کوي.

ليکوال په پکتيا ولايت کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغې وينا ته اشاره کوي چې يوې ولسي غونډې ته يې ويلي وو: ما بالاخره د نړۍ رهبران قانع کړي، چې په افغانستان کې جګړه يوه بهرنۍ پروژه ده او بهرنۍ حل لارې ته اړتيا لري.

د ليکوال په باور داسې ښکاري چې د ولسمشر هدف دا و، چې نړۍ دې راشي او موږ ټول دې وژغوري.

ليکوال زياتوي: افغانستان ته سوله له سرحدونو هاخوا نه راځي، سوله بايد د افغانستان په کليو کې ولټول شي.

ايکانوميک ټايمز (The Economic Times):

هندۍ ورځپاڼې ايکانوميک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د لاسي صنايعو او توليدات د يوه لوى نندارتون په باب ليکنه خپره کړې، چې په پام کې ده ګڼ افغان وزيران هم په کې برخه واخلي.

په ليکنه کې ويل شوي، چې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله به هم د افغان هيئت په ترکيب کې شامل وي.

ايکانوميک ټايمز ليکي، دا به د افغانستان د وزيرانو تر ټولو لويه ډله وي چې پر يوه ځاى هند ته د کوم مناسبت لپاره سفر کوي.

له دغو افغان وزيرانو سره به د هغوى هندي سيالان هم وي، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له ټرانسپورټي دهلېزونو په استفاده په خپلو کې اقتصادي شراکت پراخ کړي.

د ورځپاڼې په حواله دغه نندارتون به راتلونکې چهارشنبه پرانيستل شي او د راتلونکې شنبې تر ورځې به دوام کوي.