د افغان حکومت کابینې ته به ۱۲ کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي شي

د افغانستان د حکومت کابینې ته ۱۲ کاندیدان به سبا دوشنبه ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې نايب منشي، عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، محمد سرور دانش به دا کاندیدان ولسي جرګې ته ور وپېژني.

عرفان الله عرفان زیاته کړه:

"د هغوي د کاري پلانونو تر اورېدو وروسته به جرګه په راتلونکې یوه اوونۍ یا ۱۰ ورځو کې د هغوی لپاره د رأیو صندوقونه کښېږدي."

د افغانستان دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، د لوړو زده کړو وزارت عبدالطیف روشان، د فواید عامه وزارت ته یما یاري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور، د ټرانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د مخابراتو وزارت ته شهزاد ګل اریوبي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ګل اغا شیرزی او د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان کاندیدان دي.

د افغانستان د ولسمشر د نوي فرمان پر اساس نصیر احمد دُرانی، د کرنې وزارت او مجیب الرحمن کریمي د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت ته د کاندیدانو په توګه معرفي شوي دي.

ټول کاندیدان باید له ولسي جرګې د باور رأیه واخلي.