ارزګان: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیا پرانیستې هڅې روانې دي

په ارزګان کې چارواکي وايي، د هغو صحي مرکزونو د بېرته پرانېستلو هڅې یې پېل کړي چې وسله والو طالبانو تړلي دي.

د ارزګان د والي ویاند، دوست محمد نایاب وویل چې وسله والو طالبانو ۵۴ روغتونونه بند کړي، ډاکټران یې له کاره منع کړي او د هغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته يې خبرداری ورکړی دی.

دوست محمد نایاب پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل:

"ولایتي ادارې د دې روغتونو د بېرته پرانېستلو هڅې پېل کړي، موږ د سیمې د قومي مشرانو او متنفذو وګړو سره په تماس کې یوو څو د هغوی له لارې مخالفین قانع کړو او ویې پوهوو چې د عامې روغتیا سکټور دې په سیاست کې نه داخلوي، موږ په دې اړه څه نا څه مخکې تللي یوو خو په دې اړه چې زموږ د تماسونو نتیجه به مثبته وي یا منفي، څه ویل به مخکې له وخته وي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ازادي راډیو ته وویل چې له غیر رسمي سرچینو معلومات ورته رسېدلي چې وسله والو طالبانو د ارزګان په هغو سیمو کې چې کلنیکونه نشته د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او په ځینې روغتونو کې د جراحي عملیاتو لپاره د طبي امکاناتو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې دوی د ستونزې په اړه څېړنې کوي.