ټرمپ: ایران له شمالي کوریا سره جوړ راغلی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران له لوري د نوي لېر واټنه یا بالسټیک توغندي ازموینه ښيي چې له دغه هېواد سره اټمي موافقه د پوښتنې وړ ده او دا هېواد له شمالي کوریا سره جوړ راغلی دی.

ټرمپ پرون ناوخته پر ټویټر لیکلي:

"ایران تازه یو داسې بالسټیک توغندی وازمویه چې اسرائیلو ته رسېدای شي. دوی همدا راز له شمالي کوریا سره کار کوي. د دوی ترمنځ زیات جوړ جاړی شته."

ایران د امریکا له دې خبرداري سره-سره چې توغندويي ازمېښت به یې له امریکا او نورو قدرتونو سره اتمي موافقه زیانمنه کړي، بالسټیک توغندۍ وازمایه.

د ایران دولتي ټلویزیون په خرمشهر کې د دغه توغندي د ازمېښت تصویرونه خپاره کړل.

ایران خپل دا توغندۍ تر دې وړاندې د جمعې په ورځ یا د سېپټمبر په ۲۲مه د تهران په یوه پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې کړ.