د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتې پر مهال ۱۵وسله الو طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبد القوي عمري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پر چپه خاک نومي سیمه کې پر امنیتي پوستو د حملې پرمهال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په یاده نښته کې څلور افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.