روسیه وايي د امریکا او شمالي کوریا ګواښونه د منلو نه دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف باور څرګند کړی چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د تندو الفاظو تبادله او ګواښونه د منلو وړ نه دي او دواړه خواوې باید له خپلو دریځونو یو ګام شاته شي.

لاوروف پرون جمعه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر غونډې وروسته، خبریالانو ته وویل:

"د امریکا متحدو ایالاتو او شمالي کوریا د وړکتون د ماشومانو په څېر لانجه پېل کړې چې څوک یې نه شي بندولائ."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په شمالي کوریا کې وضعیت د امریکا له دې ګواښ سره تړلی چې وايي، له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې به ووزي او ویلي یې دي چې له ایران سره د نړیوالو له موافقې وتل به شمالي کوریا ته "غلط" پیغام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تېره اوونۍ په دې اړه چې که د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ په اټمي موافقه کې بدلون را نه شي، امریکا به ورڅخه ووزي، وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د موافقې د هغو مادو په اړه چې" غروب " ورته ویل کېږي، ځانګړې اندېښنه لري.

په اټمي تړون کې د "غروب" په نامه پېژندل شوې مادې وايي چې د ایران د حکومت پر اټمي فعالیتونو بندیز به چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې لګول شوی، لس کاله دوام کوي او په ۲۰۱۵میلادي کال کې به يې وخت پای ته رسېږي.