ارګ: ولسمشر غني له یو شمېر امریکایي کورنیو سره لیدلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو امریکایانو له کورنیو سره وکتل چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړې وې.

د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر په نیویارک کې پرون پنج شنبه مازدیګر له دغو امریکایانو سره چې د افغانانو له میلمه پالنې او ښه سلوک اغېزمن شوي وو، ولیدل.

د ارګ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، شااوخوا یو میلیون امریکایانو په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو امریکایانو له کورنیو او استازیو سره په لیدنه کې وویل چې د افغان او امریکايي سرتېرو د قربانیو په نتیجه کې ترورېزم له منځه ځي او افغانستان به دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.