ارګ: افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره لیدلي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني امریکا متحده ایالتونو ته د سفر په وروستۍ ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترس سره ولیدل.

دوی د سولې او ثبات، په افغانستان کې له ترورېزم سره په مبارزې او همداراز په سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د بیان له مخې، ښاغلي ګوترس له افغان دولت او خلکو سره د همېشني همکار په توګه د پاتې کېدو ډاډ ورکړ