سیګار د افغان ځواکونو د روزنې په پروګرام کې د بدلون غوښتنه کوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار د افغان ځواکونو د روزنې په پروګرام کې د بدلون غوښتنه کوي.

سیګار افغانستان ته د څه باندې درې زره نورو امریکايي سرتېرو د استولو په درشل کې په یوه راپور کې وايي، متحدوایالاتو ونشو کړای چې په افغانستان کې چې د جګړو له کبله فساد او فقر پکې خورا زیات دی، پر دې پروګرام د څار د پیچلتیا او اندازې اټکل وکړي.

د سیګار راپور چې پرون پنج شنبه خپور شو، د دې پروګرام د نیمګړتیاوو د یادونې په ترڅ کې، د سیګار د مشر جان سوپکو له قوله وايي، په دې پروګرام کې د واحد حکومت د ارګانونو په توګه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ د اقداماتو کمښت لیدل کېږي.

راپور زیاتوي، یوه بله نیمګړتیا داده چې په کابل کې د امریکا د سفارت کارکوونکي پر دې پروګرام د څارنې او د هغه د همغږه کولو لپاره د سفارت له خوندي ودانۍ نشي وتلای.

سیګار خبرداری ورکړی چې که د افغان ځواکونو د روزنې په پروګرام کې بدلون رانشي، نو د امریکا څو میلیارده ډالري مرستې به حیف شي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، متحدوایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ځواکونو د روزنې پر پروګرام ۷۰ میلیارده ډالر لګولي او اوس هم د کال څلور میلیارده ډالر پرې لګوي.