عباسي د امریکا نوې ستراتيژي رد او په سیمه کې د چين اقتصادي رول وستايه

د پاکستان نوي صدراعظم په افغانستان کې د امريکا پر نوې جنګي ستراتيژۍ انتقاد وکړ او په سيمه کې يې د چين زياتېدونکى اقتصادي رول وستايه.

شاهد خاقان عباسي د پنج شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وينا کې دا څرګندونې وکړې.

د اسيا د جنوب او افغانستان لپاره د سپينې ماڼۍ د نوې ستراتيژۍ مهمه برخه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې، د بريا هڅه ده.

په دې ستراتيژۍ کې چې تېره مياشت اعلان شوه، پاکستان ته خبردارى ورکړل شوى، که په خپله خاوره کې د سخت دريځو وسله والو ډلو خوندي مرکزونه ونه تړي، پر دغه هېواد به مالي او نورې مرستې بندې شي.

خو د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل، د وسله والو طالبانو خوندي مرکزونه په پاکستان کې نه دي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو خوندي مرکزونه په پاکستان کې نه دي، بلکې دا ډله په افغانستان کې پر پراخو سيمو کنټرول لري، پاکستان نه غواړي چې د بل چا د جګړې قرباني شي."

د پاکستان صدراعظم وويل، اسلام اباد تيار دى چې له کابل سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د حملو د مخنيوي لپاره کار وکړي او د ترورېستانو په وړاندې به خپله محلي مبارزه روانه وساتي.

خاقان عباسي ادعا وکړه چې د زرګونو ملکيانو او پوځيانو د ژوند په قېمت قبايلي سيمې له ټولو سخت دريځو ډلو تصفيه شوي دي.

د پاکستان صدراعظم په خپله وينا کې وويل:

"پاکستان نه شي کولاى په خپله خاوره کې د افغانستان جګړه پرمخ بوځي، نه هم د هغې ناکامې ستراتيژۍ ملاتړ کوي چې د افغانستان او پاکستان د وګړو کړاو نور هم اوږدوي او سختوي."

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي څرګنده کړه، د افغانانو تر څنګ په تېرو څلورو لسيزو کې د پاکستان وګړو هم د بهرنياو د مداخلې او د افغانستان د کورنيو جګړو له کبله کړاو ګاللى دى.

ده وويل دغه مسئله د دې سبب شوه چې پاکستان ته افراطيان، ترورېستان، وسلې، مخدره مواد او په ميليونونو کډوال ورشي.

عباسي يو وار بيا ټنيګار وکړ، د افغانستان د جګړې يو لورى هم د جنګ په ميدان کې د بريا توان نه لري او د افغانستان د روان ١٦ کلن بحران د پاى ته رسېدو يوه لاره، سوله او پخلاينه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت په وار وار پاکستان د هغو سخت دريځو ډلو په ملاتړ تورن کړى چې په افغانستان کې يې حملې کړي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.