پوهنې وزارت: یو لړ ستونزو د نجونو د زده‌کړو بهیر اغېزمن کړی

د افغانستان د پوهنې وزارت تائیدوي چې امنیتي ګواښونه، مالي ستونزې او کلتوري محدودیتونه د انجونو د زده کړو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بشر د حقونو د څار نړیوال بنسټ په دې وروستیو کې افغان ولسشمر ته په یوه خط کې لیکلي چې په وروستیو دوه کلونو کې د افغان نجونو د زده کړو بهیر د خرابېدو په لوري تللی دی.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د نجونو زده کړو له وضعیته اندېښمن دي او ټولنیزو ستونزو دا مزل لا اغېزمن کړی دی.

کبیر حقمل

نوموړي زیاته کړه:

"ګواښونه دي، بودجوي ستونزې هم شته، د نجونو د زده کړو پر وړاندې کلتوري او عنعنوي ستونزې هم ډېرې دي، خو اساسي ستونزه امنیتي ګواښونه دي، له بده مرغه کله چې ګواښونه ډېر وي نجونې او مور او پلار یې زړه نه ښه کوي چې دوی ښوونځي ته ولېږي ځکه نو دوی چې کومې ستونزې یادې کړي موږ هم هغه تائیدوو."

په دغه خط کې چې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې رئیسې لېزل ګرنت هولتز لخوا لیکل شوی راغلي چې د نجونو د زده کړو لپاره د بودجې کمښت په دغې برخه کې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي او په ځينو سیمو کې دا خطر په په ډېرېدو دی.

په دغې خط کې راغلي چې د افغاننستان ۵۰ فیصده نجونې هیڅ ښوونځي ته نه دي تللي او تر ۱۵کلونو عمر لرونکي نجونې بیا یوازې له دوه څخه تر دری فیصدو پورې ښوونځيو ته تللي دي.

افغان نجونې زده کوونکي

په همدې ډول په دغه خط کې ویل شوي چې د کندهار او پکتیا په شمول په ځينو ولایتونو کې د ښځینه زده کونکو شمېره له پخوا کمه شوې ده.

د خط په دوام کې راغلي چې د نجونو پر وړاندې تبعیض، د ښوونځيو نشتوالی، د څښلو اوبو ته نه لاس رسی او د درسي موادو کمښت د افغان زده کونکو پر وړاندې جدي ستونزې دي.

په ۶۰ فیصده ښوونځيو کې د تشنابونو نشتوالی، د اوسېدو له ځایونو د ښوونځيو لېرې موقعیت، د بودجې نه شتون او ناامني هغه نورې ستونزې یادې شوي دي چې ډېرې نجونې یې اغېزمنې کړي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو د برخې رئیسې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د دوی راپور به راتلونکي میلادي میاشت خپور شي.

بل لوري ته د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د چارو کمېسیون د نجونو زده کونکو پر وړاندې پر شته ستونزو اندېښنه ښيي او وايي چې ناامني د نجونو د زده کړو د مخنیوی اصلي لامل دی.

د دغه کمېسیون یو غړی عبدالودود پیمان وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره باید جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ځينو ولسوالیو لېرې پرتې سیمې له له لسو یولسو کلونو راهیسې د مخالفینو په واک کې دي نسل په بشپړه توګه بې سواده او محرومه پاتې کېږي او دا ناپوهي بیا په راتلونکي کې ستونزې رامنځته کوي او نجونې به همداسې له زده کړو پسې پاتې کېږي."

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې دا وخت ۹.۲۴ میلیونه زده کونکي په ښوونځيو کې په درسونو بوخت دي چې له څلوېښتو فیصدو څخه ډېره برخه یې نجونې جوړوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دری نیم میلیونه ماشومان چې ۸۵فیصده یې نجونې تشکیلوي ښوونځيو ته له تللو محرومه دي او له زرو ډېر ښوونځي د ناامنیو له امله د زده کونکو پر مخ تړل شوي او شااوخوا اتیا زره نور ښوونځي بیا د بودجې د نشون له کبله ودانۍ نه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ