اشرف غني او د هند د بهرنیو چارو وزېرې نیویارک کې سره کتلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د بهرنیو چارو وزېرې سوشما سوراج پرون په نیویارک کې سره وکتل.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې دواړه لوري د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د حکومت پر نوې ستراتېژۍ غږېدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزېرې په افغانستان کې د اقتصادي پروژو او پانګونې لپاره د حکومت هڅې مثبتې بللې او ولسمشر غني ویلي چې د ملي وحدت حکومت اجرائي رئیس به پردې مسئله د لا زیاتو خبرو لپاره هند ته ولاړ شي.

د امریکا ولسمشر د افغانستان لپاره د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې پر هند غږ وکړ چې په امریکا کې پانګونه زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو په اړه په شورا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوي په افغانستان کې د هند د سیاسي یا پوځي رول پېش بيني نه شي کولائ او نه یې شي منلائ.

خو عباسي وویل، اقتصادي کمک د هند خپل اختیار دی او ټول هېوادونه په خپلو کې د تجارت او پانګونې حق لري.