د افغانستان او امریکا ولسمشران سره ګوري

نن پنجشنبه به د افغانستان او امریکا ولسمشران سره وګوري.

سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشران محمد اشرف غني او ډونالډ ټرمپ نن د کابل په وخت په پینځو بجو او پینځه څلوېښت دقیقو سره وګوري.

د دواړو د خبرو جزئیات لا نه دي څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر پرون په نیویارک کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي به نتیجه ورکړي.

اشرف غني په نیویارک کې د آسیا ټولنې یوې غونډې وویل چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما کړن لاره په افغانستان کې ځکه ناکامه وه چې په افغانستان کې شریک نه درلود.

خو غني وویل چې ولسمشر ټرمپ یوازي نه دی ځکه له افغانستان سره شریک ټیم لري.

غني زیاته کړه چې د ټرمپ د ادارې د ستراتیژۍ ځانګړتیا په دې کې ده چې هغه له موږ سره د هر اړخېزو سلاو مشورو پراساس برابره شوې ده.