ملالې یوسفزۍ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل

د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

ملالې یوسفزۍ پر ټوېټر لیکلي چې پرون یې له ښاغلي غني سره په کتنه کې له هغه غوښتنه کړې چې د افغانو نجونو تعلیم ته زیات پام وکړي.

د افغانستان جمهور رئيس په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په څنډه کې له ملالې یوسفزۍ سره کتلي دي.