د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دی هیله من دی چې ایران به د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې د هغو بدلونونو د راوستو لپاره له خبرو سره موافقه وکړي چې متحده ایالات یې غوښتنه کوي.
ریکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د دغه تړون له نورو لورو سره له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا د دغه تړون د پای ته رسېدو په اړه چې له مخې یې له لسو کلونو وروسته په ۲۰۲۵ کې د ایران د یورانیمو د غني کولو پر فعالیتونو محدودیتونه لېرې کېږي اندیښنه ښکاره کړه.
ټیلرسن وویل، ولسمشر ټرمپ غواړي چې د تړون د پای پر شرایطو بیا خبرې وکړي او دی هیله من دی چې ایران به سره له دې چې د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني ورسره مخالفت څرګند کړی، له دغو خبرو سره موافقه وکړي.