دی نیشن: امریکايي پوځ تر اوسه د افغانستان په اړه څه نه دي درک کړي؟

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د نړۍ د مشرانو له خوا مطرح شويو موضوعاتو ته ځای ورکړی او د افغان ولسمشر په ګډون یې د ځينو مشرانو د ويناوو مهمو برخو ته کتلي دي.

د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په وينا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترورېزم د تهديد په اړه خبرې کړي او د افغانستان په اړه د امريکا د ستراتيژۍ ملاتړ يې کړی.

د ورځپاڼې په وينا، ولسمشر غني په خپله وينا کې د امریکا د هغه پلان ملاتړ وکړ چې له مخې به يې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر زيات شي.

ده وويل چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې د سپټمبر د يوولسمې تر حملو او په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې له پيل شپاړس کاله وروسته، د تروريستي ډلو تاوتريخوالی اوس هم افغانستان ته تهديدونه جوړوي.

غني وويل، د تروريستي ډلو تاوتريخوالی، جنايتکار سازمانونه، سايبري جرمونه او ترورېزم يوه لنډه مهاله ستونزه نه ده بلکې يو اوږدمهاله تهديد دی چې د افغانستان ملي امنيت ورسره له یوې مودې راهيسي مخامخ دی.

لاس انجلس ټايمز د ښاغلي غني نورې مهمې څرګندونې هم يادې کړي چې د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي ستراتيژۍ په اړه يې کړي دي.

ولسمشر غني ويلي، د امریکا د نوي ستراتيژي له اعلان سره د امریکا او افغانستان مشارکت نوی شوی او نوی لور يې موندلی دی.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د ټرمپ هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې مخکې تر ولسمشر ټاکل کېدو يې کړي وې.

ټرمپ د افغانستان جګړه يوه وحشتناکه تېروتنه بللې وه او په ۲۰۱۳میلادي کال کې يې په يوه ټويټ کې ليکلي وو، موږ باید له افغانستانه سمدستي ووځو.

دي نيشن:

امريکايي خپرونې دي نيشن بيا د امریکا د ولسمشر اوسني دريځ او د افغانستان په اړه د هغه وروستۍ پريکړې ته کتلي.

دي نيشن په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندي مقاله خپره کړې ده: امریکايي پوځ تر اوسه د افغانستان په اړه څه نه دي درک کړي؟

خپرونه د درې زره اضافي امریکايي سرتېرو په اړه لیکي چې د امریکا دفاع وزير جيمز متېس د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته به لېږل کېږي.

وروسته له هغه چې امریکايانو د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وبلله، امریکايي سرتېري بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

مقاله لیکي، په تېرو شپاړسو کلونو کې تر د درو ولسمشرانو تر قومانده او د يو شمېر جنرالانو تر استعفا وروسته د افغانستان جګړه له هغې ګولايي ته ورته ده چې موټر سايکلونه پرې څرخي خو پای نه مومي.

دي نيشن لیکي، دا ځل افغانستان ته د امريکايي سرتېرو شمېر پټ دی که څه هم ځيني وايي چې د سرتېرو شمېر له ۳۵۰۰ څخه تر څلورو زرو پوري کېدای شي جمع د شپږو زرو نورو سرتيرو او ځيني د نامعلوم شمېر خبره کوي خو د مقالې ليکوال پوښتنه کوي چې څوک کولای شي پر دغو ارقامو باور وکړي؟

د مقالې په ويناؤ باید هېر نشي چې د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا د امریکايي سرتېرو شمېر چې په افغانستان کې پاتې کېدل، اته زره او څلور سوه وو خو اوس څرګنده شوه چې دا شمېر دوولس زره وو.