د ارزګان چارواکي: په مرکز ترینکوټ کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ دعملیاتو پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي.

ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه هوايي او ځمکني عملیات يې تېره ورځ د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړونده ګرم اب او نچین نومي سیمه کې، د افغان ګډو ځواکونو له خوا شوي چې پرمهال یې ۱۱ نورهم ټپیان شوي او همدارنګه پنځه کېلومتره سیمه هم ورڅخه تصفیه کړې ده.

نوموړی وايي چې په یادوعملیاتوکې د وسله والو طالبانویو شمېر سپکې او درنې وسلې د افغان هوايي ځواک او توپچې بریدونو په مرسته، له منځه وړي دي.

ښاغلی قیمتي وايي چې د یادوعملیاتو پرمهال دوه درې سرتېري هم ټپیان شوي، خو په خبره چې په سیمه کې لاهم جنګ روان دی.

خو یوې دولتي باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په یادوعملیاتو کې ۳ افغان سرتېري هم وژل شوي او په خبره یې چې افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړې سېمې تیره شپه بیرته خوشې کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.