غني: پاکستان دې هر اړخېزو مذاکرو کې راسره برخه واخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان غږ کړی چې له ترورېزم سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

ښاغلي غني د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډې ته په وینا کې پر ترورېزم، په سیمه کې د تروریستي ډلو پر فعالیت او د ترورېزم پر ضد د نړیوالو د مبارزې په اړه په خبرو کې پاکستان ته د خبرو بلنه ورکړه.

غني وویل:

"زه پر پاکستان غږ کوم چې په هر اړخېزو بین الحکومتي مذاکرو کې راسره برخه واخلي."

ښاغلي غني همدا راز پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشې تر لاسه کولای.