په ارزګان کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو په اړه د خلکو اندېښنې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو طالبانو تېره ورځ د ۲۲ هغه روغیتايي مرکزونو دروازې چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې شتون لري په دې موخه د عامو خلکو پرمخ وتړلې.

د ارزګان مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په سیمو کې د روغتیايي مرکزنو تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، له یوې خوا يې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار دروازې ورباندې تړلي او له بلې خوا يې په سیمه کې د روغتیايي مرکزنو دروازې پرمخ تړلي دي چې دغه چاري په سیمه کې یو لوی ستر ناورین رامنځته کړي دي.

سلطان محمد چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ څخه د ترینکوټ ښار ته خپله ناروغه مېرمن را وستلې وايي چې تېره ورځ يې مېرمنې په دهراود کې د کلینیک د تړل کېدو له امله مېرمنې د سړک پر غاړې ولادت کړی.

سلطان محمد وویل:

"تېره ورځ مې مېرمنه پر ماشوم ناروغه شوه، بیامې راوسته زموږ په ولسوالۍ کې یوکلینیک ته هغه د کلینیک دروازه وسله والو طالبانو تړلې وه، وروسته مې مېرمنه ډېر په عضاب شوه بیا د کلینیک مخ ته د سړک پر غاړې پرې یست او د موټر انتظار مې کوۍ چې رايې ولم د ترینکوټ ښار ته، خو هغه مې مېرمنې د همدې سړک پر غاړه ولادت وکړ او وروسته مې تر یوې شپې مزل وروسته د ترینکوټ ښار ته را ورسول."

سلطان محمد او یو شمېر نور کسان چې له ورته ستونزو سره مخ دي د روغتیايي مرکزونو د خلاصولو غوښتنه کوي.

خان اغا میاخېل

دوی ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ غوښتنه له دولت او وسله والو طالبانو څخه داده چې باید د کلینیکونو دروازې ونه تړي ځکه زیات زیان يې ملکي خلکو ته رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت څه باندې۹۰ سلنه خاوره له تېر یو کال راهیسې د مسؤلینو په خبره د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده چې د روغیتايي مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې د ۵۹ روغیتايي مرکزنو څخه يې ۷ روغتیايي مرکزونه د افغان دولت تر ولکې لاندې سیمو کې دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، د وسله والو طالبانو لخوا د تړل شوو روغتیايي مرکزنو د خلاصولو هڅې پیل کړي دي.

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې دا لاتر اوسه معلومه نه ده چې دوی کوم ډول شرطونه لري خو وايي چې دوی ورسره خبرې پیل کړي دي.

ښاغلي میاخېل وویل:

"موږ تر اوسه په دې اړه معلومات نه لرو چې ولې دوی زموږ کلینیکونه تړلي دي، خو چې ځینې معلومات مو تر لاسه کړي دي دوی یو لړ شرطونه غواړي پر موږ پلي کړي، خو موږ هڅه کوو چې دغه ستونزه حل کړو."

د یادونې وړ ده چې په ارزګان ولایت کې ۵۹ روغیتايي مرکزونه شتون لري چې ډېری وخت يې له خداماتو څخه شکایت کوي او وايي چې روغتیايي خدامات ورته پر وخت نه رسېږي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: شریف الله شرافت