نوریت: ټېلرسن ساسوچي ته په میانمار کې د سرغړونو د ادعاوو د څېړلو ویلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن پرون سې شنبه د میانمار مشرې انګ سانسوچي ته تیلېفون وکړ او له هغې څخه يې وغوښتل چې په دغه هېواد کې له بشري حقونو د جدي سرغړونو د ادعاو څېړنه وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نوریت وویل چې ریکس ټېلرسن د میانمار په راخین ایالت کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خپلو کورونو ته د بې ځایه شوو د راستنولو د ژمنې هرکلی وکړ.

د میانمار پر مشرې سانسوچي د دې هېواد په راخین کې ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي او له دغه اقلیت سره د پوځ او بودایانو د ناوړه چلند له امله سخت انتقادونه کېږي.

د برما پوځ د روهینګیا پر ضد د زرو زیاتي راپورونه ردوي او ټینګار کوي چې د سخت دریځو وسله والو پر ضد عملیات کوي.

ملګري ملتونه وايې چې په راخین کې د تاتریخوالي له امله تر اوسه شااوخوا څلور لکه روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته اوښتي دي.