د امریکا سنا د افغانستان لپاره د سفیر په توګه د باس نومول تایید کړي

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون سې شنبه د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا د سفیر په توګه د جان باس نومول تائید کړي.

جان باس په ترکیه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړي دغه راز په عراق، اېټالیا، چاډ او بلجیم کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه پر مخ وړي دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکايي ځواکونه به د بریالیتوب لپاره جنګېږي، القاعده به وځپي او پر امریکا به د ترورېستي ډلو د بریدونو مخه نیسي.