ټرمپ به "م.م" کې د شمالي کوریا او ایران ضد لا سخت دریځ ټینګار وکړي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به له تمې سره سم نن سې شنبه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د شمالي کوریا او ایران پر ضد په لا سخت دریځ ټینګار وکړي.

د سپينې ماڼۍ یوه مقام د نوم نه اخېستلو په شرط ویلي چې ښاغلی ټرمپ به د شمالي کوریا د ګواښ او د هغه خطر په اړه چې د امریکا امنیت او په عمومي اسمبله کې د ټولو ګډونوالو هېوادونو امنیت ته متوجه دی، په سختو ټکو خبرې وکړي.

دغه مقام همداراز ویلي چې ولسمشر ټرمپ به د ایران د حکومت د پالیسو او ورسره د دغه هېواد د خلکو تر منځ د شته لانجو په اړه هم خبرې وکړي.

د سپينې ماڼۍ دغه مقام دا هم ویلي چې ټولو ملتونو ته یو ګډ ګواښ متوجه دی او که ټول یې پر ضد را ولاړ نه شي، دا ګواښ به لا زیات او ویرونکی شي.

شمالي کوریا تېره جمعه وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرې تازه بندیزونه ولګول، یو منځ واټن وهونکی توغندی وتوغاوه چې د جاپان له هوکایډو ټاپو تېر شو.

د شمالي کوریا د دغې راکټي ازموینې او د یو ځل مخکې هایدروجني راکټ د استفادې په غبرګون متحده ایالتونو ګواښ وکړ چې که دا هېواد له ناوړه چلند لاس په سر نه شي، له منځه به یې یوسي.