ارګ: تمه ده ولسمشر غني ملګرو ملتونو کې د ترورېزم په اړه وینا وکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به نن د سې شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د ترورېزم له امله ټولو ته د ور پېښو ګواښونو په اړه وینا وکړي.

د ارګ ماڼۍ په ټوېټر کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن سې شنبه سهار وختي نیویارک ته رسېدلی او تمه ده په عمومي اسمبله کې تر وینا مخکې هم، له یو شمېر مشرانو سره وینا وکړي.

ولسمشر اشرف غني به د ډنمارک، اتریش او فنلنډ له مشرانو سربېره، د پاکستان له نوي صدراعظم سره هم وګوري.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي لیدنه د دې لپاره مهمه ګڼل شوې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ښې نه بلل کېږي.