مټېس: افغانستان ته د امریکا د ورتلونکو سرتېرو ډېری یې پر لاره دي

د امریکا دفاع وزیر وايي، د هغو درې زره امریکايي پوځیانو چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته استول کېږي، ډېره برخه یې پر لاره دي.

جیمز مټېس پرون دوشنبه ماښام په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، دی نه غواړي چې د سرتېرو دقیقه شمېره وښيي، خو زیاته یې کړه چې دقیقاً له درې زرو زیات سرتېري به افغانستان ته استول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا نوي سر تېري به هم تر ډېره د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې دنده پر غاړه ولري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن سې شنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې نوي امریکايي سرتېري به هم له افغان ځواکونو سره مرسته کوي او هوايي ملاتړ به ورته برابروي.