ټرمپ او شي جېن پینګ به پر شمالي کوریا ډېر تر ډېره فشار راوړي

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او چینايي ساري یې شي جېن پینګ (Xi Jinping) ژمنه وکړه چې د بالسټیک توغندیو او اټمي ازموینې په خاطر به پر شمالي کوریا ډېر تر ډېره فشار راوړي.

سپینې ماڼۍ وویل، دواړو مشرانو د شمالي کوریا له لوري د نړیوالې ټولنې د بې احترامۍ او د شمال ختیځې اسیا د بې ثباته کولو لپاره د دغه هېواد پر پر له پسې هڅو پرون دوشنبه) ټېلیفوني خبرې وکړې.

ټرمپ په نیویارک کې دی چې د ملګرو ملتونو کې په عمومي اسامبلۍ کې ګډون وکړي خو شي جېن پینګ په خپل هېواد کې د کمونیست ګوند د مهمې غونډې له کبله نیویارک ته سفر نه کوي.

د چین د کمونیست ګوند کانګرس به د ښاغلي شي جېن پینګ مشري د راتلونکو ۵ کلونو لپاره کره کړي.

د چین خبري اژانس سینهوا وايي، د دواړو هېوادونو مشرانو چین ته د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې وکړې.