مټېس: افغانستان ته د استول کیدونکو امریکايي سرتېرو ډېره برخه پر لاره دي

د امریکا دفاع وزیر وايي، د هغو درې زره امریکايي پوځیانو چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته استول کېږي ډېره برخه پر لاره دي.

جېمز مټیس تېر ماښام په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، دی نه غواړي د سرتېرو دقیقه شمېره وښيي خو زیاته یې کړه چې دقیقا له درې زرو زیات سرتیري به افغانستان ته استول کېږي.

مټېس وویل، ډېره برخه دا سرتیري یا استول شوي دي او یا خبر ورکړل شوی چې ډېر ژر به واستول شي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

مټېس وویل، دا سرتیري افغانستان ته روان شوي دي خو دی نه غواړي په دې اړه نور جزئیات وړاندې کړي ځکه د ده په وینا ښايي نور جزئیات د دښمن په ګټه وي.

د امریکا او ناټو ځواکونه د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې عمدتاً افغان سرتېرو ته پوځي روزنه ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا نوي سرتېري به هم تر ډېره د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې دنده پر غاړه ولري خو په عین حال کې به له افغان ځواکونو سره مرسته کوي او هوايي ملاتړ به ورته برابروي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن سهار ازادي راډیو ته وویل:

"فعلاً زموږ دندې زیاتې دي. زموږ پوځي قعطې- مثلا د هوايي قول اردو یا د کومانډو ځواک تشکیلات پراخ او په نوي ټکنالوژۍ او تخنیک سمبال شوي او له دې ټکنالوژۍ د کار اخېستو تکتیکونه هم د ناټو او متحدو ایالاتو د پوځیانو له خوا افغان ځواکونو ته ورښودل کېږي چې د تېر په څیر به دا فعالیت هم دوام وکړي."

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د متحدو ایالاتو د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال په خپله وینا کې ونه ویل چې افغانستان ته به په کوم شمېر پوځیان واستول شي خو د کانګرس د غړو او ناڅرګندو چارواکو په حواله په راپورونو کې تر څلورو زرو پورې د سرتېرو د استولو یادونه تل کېدله په داسې حال کې چې ۱۱ زره نور امریکايي سرتېري لا له مخکې په افغانستان کې دېره دي.