ټرمپ ملګرو ملتونو ته د ایران له اټمي موافقې د وتلو ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي که د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره په خپله څارنه کې، له جدیته کار وانخلي.

ټرمپ په ویانا کې د نړیوالو اټمي انرژۍ د ادارې د تېرې ورځې غونډې ته په استولي پیغام کې ویلي چې موږ داسې معامله چې څارنه یې کمزوې او کافي نه وي، نشو منلی.

د هغه پیغام د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیرې ولوست.

امریکا او د ملګروملتونو څارونکې اداره دا څاري چې ایا ایران د دغې موافقې مطابق عمل کړی دی، که نه.

د ټرمپ ادارې په کراتو کراتو ایران له دغې موافقې څخه په سرغړونه تورن کړی او ویلي یې دي چې تهران پر دې سربېره د بالسټیک توغندیو ازموینو ته هم دوام ورکړی دی.