د نړۍ مشران نن دوشنبه د "م.م" په اسامبلۍ کې پر رسمي بحث راټولېږي

د دوشنبې په ورځ د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره راټولېږي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر د نړۍ له مشرانو وغواړي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر غونډې یوه ورځ مخکې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو لپاره بحثونه وکړي.

ولسمشر ټرمپ به د سې شنبې په ورځ دغې غونډې ته د لومړي ځل لپاره وينا وکړي.

په دې غونډه کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم د خپل هېواد د مشر په توګه د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دغې غونډې ته نه‌ورځي چې پخوا يې هم يوازې څو ځلې په ورته غونډو کې ګډون کړی دی.

همداراز د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل هم ګډون نه‎کوي او د هېواد د بهرنیو چارو وزير به‌یې د دې پر ځای په دغې غونډه کې حضور ولري.

د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي انتونيو ګوترس به چې پخوا د پرتګال صدراعظم و، د دې غونډې مشري کوي.

د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي انتونيو ګوترس

د نړۍ مشران به د نورو موضوعاتو تر څنګ ډېره توجه د ملګرو ملتونو له‎خوا د شمالي کوريا پر بالسټیک توغندیو او اټمي پروګرام لګېدلو بنديزونو څخه د دې هېواد دوامداره سرغړونو ته کوي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او ډېری نورو هېوادونو د پيونګ يانګ د ميزايلو تجربې غندلې دي چې وروستی ځل‌یې د سپټمبر په ۱۵مه وو او توغندي يې د جاپان پر هوايي حریم تېر شول.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا تجربه پاروونکې وبلله.

خو تر اوسه د نړۍ ټول هېوادونه يوه توافق ته نه‎دي رسېدلي چې څه ډول باید د شمالي کوریا پر وړاندې بنديزونه پلي شي.

چين او روسيې د امریکا هغه وړانديز رد کړی چې وايي، د شمالي کوريا د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره بايد د دې هېواد پر وړاندې مستقيم اقدامات وشي.

شمالي کوریا به د ملګرو ملتونو دغې غونډې ته د ټيټې رتبې استازي لېږي.

د نړۍ مشران به همداراز د هغو څلورو لکو روهینګيا مسلمانانو په اړه خبرې کوي چې د تاوتريخوالي له کبله له برما څخه تېښتې ته اړ شوي او د بنګله‌دېش په کمپونو کې شپې ورځې تېروي.

په نورو موضوعاتو کې ښايي د ترورېزم او اقليمي بدلون په اړه هم جدي بحثونه وشي.

ټرمپ پخوا پر ملګرو ملتونو علني انتقاد کاوه.

د ده د ادارې کارکوونکي وايي، دی به په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړي، په ځانګړي توګه به له غړو هېوادونو وغواړي چې په نړيوالو پروژو لکه په سوله ساتي عملياتو کې برخه واخلي چې کلنی مصرف‌يې اته میليارده ډالر دی.