مسؤلین: د هند په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د خټکیو موټر ایسار دي

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وايي، له تېرو شپږو ورځو راهیسې هند ته د داخلېدو په هدف، د افغان سوداګرو په خټکیو بار موتړونو ته د نامعلوم علت له امله، د واګه بندر هغه غاړه اجازه نه ورکول کېږي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر دې دمه ۲۰ ټنه خټکي خراب شوي او که چېرې دا ځڼډ اوږد شي، نور خټکي هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

حاجي اغا په کابل کې د هند له سفارته غواړي چې دغه ستونزه حل کړي.

واګه د هند او پاکستان ترمنځ بندر دی چې تر ډېره افغان سوداګر له همدغې لارې، خپل سوداګرېز توکي هند ته صادروي.