خامنه يي به د امریکا د هر ناسم اقدام په ځواب کې عکس العمل وښيي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په وړاندې د امریکا د هر ډول ناسم اقدام په ځواب تُند عکس العمل وښيي.

د ایران دولتي رسنیو پرون د خامنه يي له قوله لیکلي چې د ایران ملت به د حاکم رژیم په وړاندې ودرېږي او هر یو ګام به د اسلامي جمهوریت له قوي عکس العمل سره مخ شي.

واشنګټن تېره اوونۍ د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون په اساس په ایران باندې یوه اندازه بندیزونه کم کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د همدې تړون په اساس د بندیزونو کمولو ته دوام ورکوي خو تر اوسه د یاد تړون د خوندیتوي لپاره هم کومه پرېکړه نه‎ده شوې.