م.م: انګ سان سوچي وروستۍ چانس لري چې د بحران مخه ونیسي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د میانمر یا برما مشره آنګ سان سو چي یو وروستۍ چانس لري چې په دې هېواد کې د روان بحران مخه ونیسي.

په برما کې د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي د تازه ځپنې له امله د دې اقلیت څه د پاسه څلور لکه وګړي، بنګله دیش ته کډه دي.

انتونیو ګوترس پرون وویل دی تمه لري چې سان سوچي به په میانمر کې روان حالت بدل کړي.

نوموړي وویل د ده په باور سان سوچي چانس لري، وروستی چانس.

د نوبل جایزې پر ګټونکې انګ سان سوچي انتقادونه زیات شوي چې ولې يې تر اوسه له خپل نفوذه په استفادې د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د روان تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه نه ده کړې.

د میانمر یا برما په راخین ایالت کې چې اکثریت وګړي يې بودایان دي د تېر اګسټ میاشت له ۲۵مې راهیسې د د روهینګیا د وژلو او د هغوي د کورونو د سوځول کېدو راپورونه خپرېږي.