همدم: د دفاعي ځواکونو په لیکو کې اصلاحات امریکا ته خورا مهم دي

په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته د سفر پر مهال د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

تمه ده چې د دواړو متحدو هېوادونو ولسمشران به د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ستراتیژۍ او د کابل- اسلام آباد د اړیکو په اړه پر بحثونو سربېره د افغان ملي، دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر موضوع هم تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو په چارو کې د افغان ولسمشر جګ پوړی سلاکار محمدشفیق همدم له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا اصلاحات د امریکا د حکومت لپاره خورا مهم دي.

له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې ښاغلي همدم وویل تمه ده چې دا ځل به د اصلاحاتو لپاره مېکانیزمونه جوړ شي:

Your browser doesn’t support HTML5

له همدم سره مرکه