ارګ نیویارک ته د ولسمشر اشرف غني د سفر اجنډا معلومه کړه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان ولسمشر به د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په لومړۍ ورځ افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ترورېزم له امله د ورپېښو ګواښونو په اړه وینا وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د غونډې په څنډه کې به افغان ولسمشر د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان په امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

دی وايي:

" افغان ولسمشر به د ملګرو ملتونو په ۷۲مې ناسته کې ګډنوالو ته د ترورېزم له امله د ورپېښو ګواښونو او د سیمې او نړۍ په همکاریو وغږېږي، د ناستې ترڅنګ به ولسمشر غني د امریکا د متحده ایالاتونو له ولسمشر سره هم وګوري، په دغه ناسته که به افغان ولسمشر د افغانستان او امریکا په اوږد مهاله همکارۍ، د افغانستان د امنیت او دغه شان له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې ولري."

ښاغلی مینه‎پال زیاتوي چې محمد اشرف غني به د امریکا د ملي امنیت له سلاکار او د دفاع له وزیر سربېره د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره هم وګوري.

د ملګرو ملتونو سازمان د ویب‎پاڼې په حواله، د سازمان د غړو هېوادونو غونډې تېره اوونۍ پېل شوي خو عمومي بحث به یې د راتلونکې سې شنبې په ورځ وي.

د سازمان د غړو هېوادونو استازو د انسانانو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو، په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت او د غیر قانوني مهاجرتونو پر شرایطو بحثونه کړي دي.

جمهوري ریاست وايي، له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمېر نور لوړ رتبه دولتي چارواکي ملګري دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم نیویارک ته د دې سفر پر مهال، د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له استازو او چارواکو سره وګوري.

د افغانستان مشرانو جرګه دغه سفر مهم بولي او له افغان ولسمشر غواړي چې نړیوالو ته د افغانانو د دردونه او د سیمې د هېوادونو د ناخوالو د رسولو ترڅنګ هغوی د ترورېزم له ګواښ هم خبر کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

د دغې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل:

"خدای دې وکړي چې زموږ ولسمشر د افغانانو دردونه او د سیمې د هېوادونو ناخوالې نړیوالو ته ورسوي او په دې اړه د نړۍ له سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي."

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وايي، افغان ولسمشر باید نړۍ ته د پاکستان له‎خوا په افغانستان کې د لاس وهنو او له ترورېزمه د دغه هېواد د ملاتړ په اړه واقعیتونه وړاندې کړي.

ښاغلی حارس زیاتوي چې افغان حکومت دې له رامنځته شوېو فرصتونه ګټه واخلي او نړیوال دې پر پاکستان زیات فشار راوړلو ته وهڅوي.

راپور: رحمت الله افغان