العبادي: د ټولپوښتنې په اړه د کُردي مشرانو پلان اور سره لوبه ده

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، د خپلواکۍ د ټول‎پوښتنې په اړه د کُردستان د مشرانو پلان له اور سره لوبه ده او که د رأيې اخېستلو په نتیجه کې تاوتریخوالی رامنځته شو، بغداد چمتو دی مداخله وکړي.

العبادي، پرون شنبه وویل، که عراقي وګړي په غیرقانوني ډول له قوې څخه په کار اخېستلو وګواښل شول، پوځي مداخله به وکړي.

د کُردستان د کورواکې سیمې د پارلمان غړیو هغه پلان تصویب کړی چې پر اساس یې د سېپټمبر په ۲۵مه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه کېږي.