ولسي جرګه: د امنیتي منسوبینو د تقاعد په اړه د ولسمشر فرمان ناسم دی

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د څه باندې۶۰ زرو امنیتي مسنوبینو د تقاعد په اړه د ولسمشر پرېکړې اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې دغه غړي د ولسمشر دغه فرمان د هغو امنیتي منسوبینو او افسرانو په حق کې ظلم ګڼي کوم چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې کار کوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، د ياد فرمان طرحه د هېواد روانو شرائطو ته په کتو سم نه دی.

عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه فرمان روانو حالاتو ته په کتو چې موږ يې شاهدان یو، فکر کوم سمون نه خوري او ستاسو اندېښنې د درک وړ دي، موږ بیا هم امنيتي او دفاعي کمېسیونو ته دنده سپارلې چې د ملي امنیت، دفاع او کورنیو چارو وزارت مسؤلین راوغواړي او له هغوی څخه دا وپوښتي چې د هېواد ګټو او روانو حالاتو ته په کتو دغه فرمان ته څه ډول حل لاره وړاندې کوي."

د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو په خبره ولسمشر محمد اشرف غني د دوبي له رخصتیو د وکیلانو تر بېرته راګرځېدلو د کار تر پيله دوه ورځې مخکې د يوه فرمان طرحه جوړه کړې چې له مخې یې باید څه باندې شپیته زره هغه جنرالان او پوځي افسران چې عمرونه يې له ۵۵ کلونو اوښتي وي تقاعد کړای شي.

بلخوا د ولسي جرګې يو بل غړی غلام حسین ناصري وايي،که حکومت د امنیتي ځواکونو دغه منسوبین تقاعد کړي نو د دوی د امنیت ستونزه را ولاړېږي، دی دا هم وايي، که دغه منسوبین له امنیتي لیکو وایستل شي دا نظام ته لوی ضربه ده.

غلام حسین ناصري

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو منسوبینو تشه به په کوم ځواک ډکوئ؟ تاسو چې کله د نظام له بدنې څخه يوه مکمله اردو جلا کوئ، تاسو پوهېږئ چې دا به څه پایلې ولري؟"

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، په دې اړه لا تر اوسه کوم فرمان نه دی صادر شوی.

دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی باید ووایم چې په دې اړه لا تراوسه کوم فرمان نه دی صادر شوی، دوهم دا چې د افسرانو د ذاتیې قانون ډېر پخوانی دی او له همدې مخې يوه کمېټه ټاکل شوې چې په دې اړه کار وکړي،خو لا تر اوسه یې کار پای ته نه دی رسېدلی."

خو له دې ټولو سره ـ سره د ولسي جرګې یو بل غړی منور شاه بهادري وايي، د فرمان داشان طرحه د افغانستان د نافذه قانون خلاف عمل دی.

ښاغلی بهادري وايي، که چېرې لسګونه زره امنیتي ځواکونه تقاعد کړای شي نو د ملي اردو رهبري شنل کېږي چې دغه چاره به ښې پایلې ونه لري.

راپور: واصل وصال