سپینه ماڼۍ: کردستان خود مختاره سیمه دي خبرو ته غاړه کېږي دي

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د عراق د کردستان له خود مختارې سیمې وغوښتل چې د ټولپوښتنې په برخه کې خبرو ته غاړه کېږدي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې د کردستان د استقلال لپاره ټولپوښتنه به د اسلامي دولت ډلې د ماتولو هڅې اغیزمنې کړي.

سپینې ماڼۍ دا اندیښنې وروسته تر دې څرګندې کړې چې د عراق په کردستان کې پارلمان د دې سیمې د استقلال لپاره د ټولپوښتنې پلان تایید کړ.

د کردستان د خپلواکۍ په اړه له ټولپوښتنې سره ایران او ترکیې مخالفت کړی دی.

دغه دواړه هېوادونه اندېښنه لري چې د عراق د کردستان خپلواکي به د هغوی په ا قلیت کردانو کې د بېلتون غوښتنې جذبه زیاته کړي.

د عراق پارلمان د تېرې سې شنبې په ورځ د کردستان د جلا کېدو په اړه د ټولپوښتنې له پلان سره مخالفت وکړ او صدراعظم حیدر العبادي ته یې صلاحیت ورکړ چې د عراق د اتحاد پر ضد د هر اقدام مخنیوی وکړي او د کردانو له مشرانو سره خبرې وکړي.