په کورمه اېجنسۍ کې هوايي حملې درې تنه وژلي

د کورمې اېجنسۍ یوه لوړ رتبه چارواکي، بصیرخان وزیر ویلي چې يه یاده اېجنسۍ کې د مشکو کې بې پېلوټه، امریکايي الوتکې په حمله کې درې تنه وژل شوي دي.

بصیرخان وزیر ویلي چې پرون جمعه په کورمه اېجنسۍ کې پر یوه کور دوه راکټ توغول شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د افغانستان د طالبانو د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د حملې هدف د حقاني شبکې وسله وال وو.

په کورمه اېجنسۍ کې حکومتي چارواکي عبدالبصیرخان وزیر ویلي چې حمله د مولوي محب پر کور شوې او درې تنه پکې وژل شوي دي.

د امریکا غږ راډیو په سیمه کې د قبایلي سرچینو په حواله ویلي چې مولوي محب په سیمه کې له مخورو ملایانو ګڼل کېږي او د حقاني شبکې سره یې ارتباط درلود.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو چې د ترورېزم پرضد مبارزه کوي، د دې خبرپه اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.